په تېرو شلو کلونو کې یو له هغو جریانونو څخه چې د افغانستان په پوهنتونونو کې ډېر فعال و، حزب التحریر و. حزب التحریر یو اسلامي غورځنګ دی چې په ۱۹۵۳ کال کې په بیت المقدس کې د تقی الدین النبهاني له خوا تاسیس شو. د دې ګوند سیاسي ماموریت او موخه د خلافت احیا کول دي او د دې ګوند پلویان د دولتونو او جغرافیوي پولو په رسمیت نه پیژني او د ډیموکراسۍ، ملتپالنې او ټولټاکنو څخه ډډه کوي. د افغانستان په پوهنتونونو کې دغه ګوند ته ډېری کسان د بدخشان، تخار او پنجشیر څخه تاجکان وو. هغه