په اسلاماباد کې د تاجکستان سفیر یوسف شریفزاده او د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف د افغانستان په هکله خبرېاترې کړې دي. خاور میانه خبري اژانس جمعه د وږي پر ۳۰مه راپور ورکړی چې په دې خبرو کې بېلابېل په ځانګړې توګه امنیتي موضوعات مطرح شوي دي. دې دوو چارواکو زیاته کړې چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان وضعیت د سیمې پر امنیت اغېز کړی دی. د پاکستان دفاع وزیر او د تاجکستان سفیر د دوشنبه او اسلاماباد ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی. د هوايي چلن د امنیت په برخه کې تخنیکي همکاري