د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې ټام ویسټ د افغانستان لپاره د دې هیواد د ځانګړې استازولۍ له دندې ګوښه شوی او په دې وزارت کې د بندیزونو د همغږۍ د دفتر د رییس په توګه ټاکل شوی دی. کومه اعلامیه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن سېشنبه، ۱۰ د تلې، خپره کړې، پکې راغلي چې ټام ویسټ د ځانګړي استازي په توګه تر ټاکل کېدو وروسته نه ستړې کېدونکې هڅې کړې دي چې هم د امریکا ګټې او هم د افغانستان د خلګو رفاه تضمین کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني