د جرمونو نړیوالې محکمې څارنوال کریم خان د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیانو او د دغه هېواد د دفاع وزیر یواو کالانت د نیولو غوښتنه کړې ده. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، کریم خان جمعه د اګست پر ۲۳مه ویلي چې دا محکمه د دې قضیې د څېړلو او پرمخ وړلو پوره واک لري او له قاضیانو یې غوښتي چې د بنیامین نتنیاهو او یواو کالانت د نیولو حکم دې ژر تر ژره صادر کړي. دغه راز، نوموړي له قاضیانو غوښتي چې د اسرائیلی چارواکو او حماس مشرانو د نیولو حکم دې وارزوي. کریم خان ټينګار