د ایران د عدلیې وزارت د نړیوالو چارو او بشري حقونو مرستیال عسکر جلالیان خبر ورکړی، چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به زر تنه افغان بندیان افغانستان ته انتقال شي. نوموړي نن چهارشنبه، ۲۳ د لړم، له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې د بندیانو د تبادلې په اړه د خبرو لپاره افغانستان ته راځي. عسکر جلاليان زياته کړې: «په راتلونکو دوو مياشتو کې پلان لرو، چې زر تنه افغان بنديان بېرته خپل هېواد ته واستوو، څو خپل هېواد کې خپلې سزاګانې پوره کړي.» د هغه په وينا، ډېرى دغه بنديان د نشه يي توکو