په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکى ریچارډ بینټ وايي، هغه د طالبانو له خوا د طبي زده کړو په انسټيټيوټونو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو د وروستي بندیز له امله سخت اندېښمن شوی دی. هغه پر اېکس په يو يادښت کې ويلي، «دا بندیز په بنسټیزو برخو لکه روغتیا، ښوونه او کار کې د ښځو او نجونو حقونه نور هم تر پښو لاندې کوي.» ښاغلي بینټ همداراز د طالبانو دا کړنه «نه توجيه کېدونکې»وبلله او خبرداری یې ورکړ چې که دا کار عملي شي، پر ټوله