باوري سرچینو ویلي چې طالبانو د بلخ ولایت د مزارشریف ښار په ځینو دولتي ادارو کې انټرنېټ بند کړی دی. سرچینو که څه هم د طالبانو د دغه کار د لامل په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاتوي چې له پرون راهیسې د بلخ ولایت ډېرې دولتي ادارې د انټرنېټ له خدمتونو بې برخې دي. دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د بلخ پوهنتون لپاره د طالبانو د پخواني رییس ضیاءالحق ضياء کريمي یوه ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه چې ګڼ غبرګونونه یې هم راوپارول. په ویډیو کې یوه نجلۍ د