د راپورونو له مخې، د بلجیم خبریال ویلسون فاش له افغانستان، اسرائیل او اوکراین څخه د خپلو راپورونو په ورکولو سره د «البر لونډر» جایزه ګټلې ده. یورو نیوز د سېشنبې ورځ، د نوامبر په ۲۸مه راپور ورکړی چې د ۳۱ کلن ویلسون فاش راپورونه په دوو ورځپاڼو د فرانسې «لیبراسیون» او د بلجیم «لکو» کې خپاره شوي دي. د دغه پروګرام تنظیموونکو ویلي دي، دا لومړی ځل دی چې دغه جایزه د بلجیم یوه خبریال ته ورکول کېږي. ویلسون فاش هم ویلي: «زه یو څړنیز او یا د ورځې اخبار نه یم؛ بلکه زه یو خبریال یم او