د افغانستان لپاره د ایټالیا نوې سفیره سابرینا اوګولیني وايي چې بشري حقونو او د افغان ښځو او نجونو وضعیت ته پاملرنه به د نوموړې اصلي ماموریت وي. د افغانستان لپاره د ايټالیا سفارت شنبه د لړم پر ۵مه د اېکسپاڼې له لارې په یوه خپاره کړي بیان کې د کابل لپاره د دغه هېواد د نوې سفيرې په توګه د مېرمن اوګوليني د ټاکل کېدو خبر ورکړی دی. ټاکل شوې د افغانستان لپاره د ایټالیا نوې سفیره د قطر له پلازمېنې دوحې څخه خپل ماموریت مخته یوسي. اوګولیني زیاته کړې ده: «ویاړم چې په دوحه کې په مسوولانه