د افغانستان خپلواکو رسنیو د بریټانیا او کاناډا د ازادۍ ګډه کلنۍ جایزه ترلاسه کړې ده. د جایزې د ورکړې مراسم جمعه د تلې پر ۶مه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې ترسره شول. د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې ملاني جولي او د بریټانیا د استازو جرګې مرستیال لارډ کولنز اف دا جایزه د هېواد د خپلواکو رسنیو په استازولۍ د آمو ټلوېزیون رئیس لطفالله نجفيزاده ته ورکړه. په دې مراسمو کې د چک جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر یان لیپاوفسکي، د کاسټاریکا د بهرنیو چارو وزیر ارنولډو اندره، د نوبل جایزې