د بریتانيا د ښځو او مساواتو چارو کې د دولت وزيرې، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د وحشتناک ډولکمزوري کولو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه. هغې وویل، دغه هېواد د روان کال د جنورۍ په نهمه د عدالت نړۍوالې محکمې ته د افغانستان د قضیې د راجع کولو له پلان سره یوځای شوی دی. انلیس ډاډز د سې شنبې په ورځ د مرغومي ۲۵مه، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د ښځو د حقونو او د ښځو پر وړاندې د دغې ډلې د بندېزونو پر وړاندې د بریتانیا د اقداماتو