د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې ريیس مايکل مک کال ويلي، چې د بايډن حکومت له طالبانو سره د تعامل سياست په هره بيه مخته وړي او دا حکومت نه دی توانېدلی چې دا ډله د خپلو «جنايتونو» په تړاو وپوښتي. ده دا څرګندونې پرون (سېشنبه، ۲۳ د لړم) د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې په هغه استماعيه غونډه کې کړي چې د افغانستان په تړاو د بايډن د حکومت د سياست ارزولو په خاطر رابلل شوې وه. مک کال وايي، چې د بايډن حکومت د پايداره سولې او د افغانستان