د طالبانو مرکزي بانک مشر ملا هدایتالله بدري په افغانستان کې په بشپړه توګه د بانکي او مالي سیسټم د اسلامي کېدو خبر ورکړ. د امریکا، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو له لوري په تور لیست کې ملا هدایت الله بدري بحرین ته د سفر پر مهال د «اسلامي پراختیا سرمشریزې» په نوم غونډه کې د وینا پرمهال وویل چې، ټاکل شوې په افغانستان کې بانکي او مالي سیسټم «په بشپړ ډول اسلامي شي.» د طالبانو د مرکزي بانک له لوري په یوه خپاره شوي راپور کې د هدایتالله بدري په حواله راغلي، د افغانستان مرکزي بانک هوډ لري