د قطر په منځګړتوب غزه کې د اوربند په لومړۍ ورځ حماس ۲۴ او اسراییل ۳۹ یرغمل کسان خوشي کړل. حماس د اسراییلیو میرمنو، ماشومانو او د تایلینډي فارم کارګرانو په ګډون ۲۴یرغمل خوشي کړل. قطر ویلي، د ۱۳ اسراییلیانو په بدل کې ۳۹ فلسطینۍ ښځې او ماشومان د اسراییل له زندانونو خوشي شوي دي. سور صلیب نړیواله کمیټه وايي، د حماس له خوا یرغمل شوي کسان د دوی په همکارۍ له غزې بهر لیږدول شوي او د رفح په پوله کې مصري چارواکو ته سپارل شوي دي. د رویټرز خبري اژانس په راپور کې راغلي، قطر چې د