د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وایي چې د دې ډلې د امر باالمعروف او نهې عن المنکر قانون د افغانستان خلک په ځانګړې توګه ښځې له جدي ستونزو سره نه دي مخ کړي. متقي پنجشنبه د وږي پر ۲۹مه، د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د کلني راپور وړاندې کولو په پروګرام ویلي چې د دعه قانون په تړاو په خپل وخت کې د اړوند وزارت لخوا وضاحت ورکړل شوی دی. هغه زیاته کړه: «موږ او تاسو په کابل او نورو ولایتونو کې عملاً وینو چې خلک او