د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر ولکر ترک د طالبانو امر باالمعروف او نهی عنی المنکر قانون تصویب ظالمانه بللی او ویلي دي چې دا قانون د افغانستان نیمايي نفوس څنډې ته کوي. نوموړي دا څرګندونې دوشنبه د وږي پر ۱۹مه د بشري حقونو شورا اووه پنځوسمې غونډې له پېلېدو وړاندې کړې دي. د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ټينګار کړی چې د طالبانو نوی قانون په کلکه توګه د تجمعاتو او عقیدې ازادي محدودوي. نوموړي زیاته کړې: «دا چې د افغان نجونو او ښځو په اړه فکر کوم، لړزه مې نیسي.» د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر