د بدخشان سیمهییزې سرچینې په دغه ولایت کې په ماشومانو او ښځو کې د یو ډول ناپېژندلشوې تنفسي ناروغۍ د خپرېدو خبر ورکوي. سرچينې شنبه د غويي ته منلې چې دا ناروغي په خواهان ولسوالۍ کې له درېيو ورځو راهيسې ډېره شوې ده. د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، تر اوسه ٨٠ ماشومان او ٤٠ ښځې پر دې ناروغي د اخته کېدو په ترڅ کې د خواهان ولسوالۍ روغتيايي مرکز ته لېږدول شوي دي. ورته مهال، د خواهان ولسوالۍ په روغتيايي مرکز کې يوې سرچينې ورځپاڼې ته منلې چې اوسمهال له دوى سره پر دې ناروغۍ لږترلږه ۵۰ اخته