د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وایي، چې د دې وزارت محتسبینو د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې د یوې ښځې په ګډون اته کسان د «نامشروع اړیکو» او «اخلاقي فساد» په تور نیولي دي. دې وزارت نن دوشنبه، ۲۱ د لړم، ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې دا کسان د برکي برک ولسوالۍ «قلعه شاه غاسي» کلي کې نیول شوي دي. د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د دې کسانو د برخلیک په اړه نور وضاحت او جزییات نه دي ورکړي. له هغه وروسته چې د طالبانو مشر هبت