د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وايي، چې د دغه وزارت «محتسبینو» په کابل کې یوه ښځه او یو سړی د «نامشروع اړیکو» په تور نیولي دي. دغه وزارت نن دوشنبه، ۲۸ د لړم، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دغه کسان د کابل ښار له پنځمې ناحیې څخه نیول شوي دي. د طالبانو امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت زياته کړې، چې دغه دوه تنه له لومړنيو څيړنو وروسته د طالبانو عدلي اوقضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي. د طالبانو امربالمعروف مامورینو تر دې مخکې هم څو ځله په کابل کې د «اخلاقي