امام محمد غزالي په دې عقیده دي چې ښه اخلاق په زحمت او کوښښ سره ترلاسه کیدای شي او بد اخلاق په ښه اخلاقو بدلیږي. هغه د هغو کسانو نظر ردوي چې د بد اخلاقو په ښو اخلاقو بدلیدل ردوي. د امام استدلال دا دی چې که د بدو اخلاقو ښه کول ممکن نه وای، نو ستر پیغمبر به داسې حکم نه وای کړی: «خپل ځان ښه جوړ کړئ». د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې وینا وروسته معلومه شوه چې له بدو څخه په ښو اخلاقو بدلول ممکن دي. همدارنګه امام غزالي فرمايي:لکه څنګه چې کولای