په برلین کې د افغانستان سفیر یما یاري او د جرمني په بُن ښار کې جنرال قونسل سید لطفالله سادات له خپلو دندو لاس اخیستی دی. د افغانستان دغو سیاسي استازولیو دوشنبه د لړم پر ۲۸مه په بېلو اعلامیو کې د خپل کار له پای ته رسېدو خبر ورکړی او ټينګار یې کړی چې مسوولیتونه یې خپلو همکارانو ته سپارلي دي. هغوی زیاته کړې چې د کوربه هېواد په غوښتنه او سیاسي ستونزو له کبله یې خپلې دندې پرېښې دي. په جرمني کې افغان سفیر یما یاري زیاته کړې: «په جرمني کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د