یوه افغانه متشبثه سارا واحدي وایي، چې د افغان ښځو او نجونو لپاره انلاین زدهکړې کافي نه دي او «مبارزه باید د جنسیتي توپیر په له منځه وړلو متمرکزه وي.» هغه وايي، ښځو ته د انلاين زدهکړو له بشپړولو وروسته د کار اجازه نه ورکول کېږي او «د کور په څلورو ديوالونو کې اېسارې پاتې کیږي.» اغلې واحدي د شنبې په ورځ په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې طالبان انلاین زدهکړو ته اندېښنه نه کوي ځکه چې دا په ټولنه کې د ښځو برخه اخیستنه کې مرسته نه کوي، ښځې او نجونې به «له ټولنیز ډګره ورکې شي.» د