د افغان او عربو ښځو د پیوستون او همغږۍ یوه شبکه په سیاسي او ټولنیزه توګه د فعالو افغان میرمنو او د اوو عربي هیوادونو تر منځ د پیاوړو اړیکو او متقابل ملاتړ د رامنځته کولو په موخه جوړه شوې ده. د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ سه شنبې (د لیندۍ ۱۴ مه) د دغه انسټیټیوټ په اېکس پاڼه لیکلي؛ دغه مرکز په مراکش کې د عربي څېړنو مرکز په همکارۍ د “عربي ښځو سره د افغان ښځو د پیوستون شبکې” د پرانیستې مراسمو کوربه و. د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز همداراز ویلي، چې دغه پروګرام د افغانستان