په افغانستان کې د بشري وضعیت څارونکې څېړنیزې پروژې «افغان ویټنیس» ويلي چې د وروستیو دوه نیمو کلونو پر مهال په افغانستان کې ۳۲۲ نجونې او ښځې د جنسيتي تاوتریخوالي له امله وژل شوې او لږ تر لږه ۱۵۲ نورې ښځې او نجونې ژوبلې شوې دي. دې بنسټ په خپل راپور کې چې نن پنجشنبه، ۲۵ د زمري، خپور شوی، د ۲۰۲۲ کال د جنوري له لومړۍ بیا د ۲۰۲۴ کال د جون تر ۳۰مې پورې د جنسیت پر اساس د تاوتریخوالي په شمول د افغانستان له ټولنې د «ښځو حذف» ارزولی دی. د دې راپور موندنې ښيي چې