په لغمان او ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې په دې ولایتونو کې په دوو جلا پېښو کې یو قومي مشر او یو هټۍ وال وژل شوي دي. په لغمان کې یوې سرچینې وویل، چې د عبدالغفور په نوم یو قومي مشر پرون جمعه، ۱۸ د لړم، مازدیګر مهال د الیشنګ ولسوالۍ اړوند «قلعه بای» سیمه کې خپل کور ته د ستنېدو پرمهال د «ناپېژانده» وسله والو له لوري په ډزو وژل شوی دی. تراوسه د دغه قومي مشر د وژنې انګیزه او عاملین نه دي معلوم شوي. د ځايي سرچينو د معلوماتو له مخې، په تېرو