په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر استازولۍ مرستیاله وایي، چې که طالبان د افغان ښځو پروړاندې خپله تګلاره بدله نه کړي، د یادې ډلې د حکومت په رسمیت پېژندل به ناممکنه شي. جورجټ ګانیون وایي، چې د طالبانو په اړه د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو پرېکړه په افغانستان کې د وضعیت بدلون پورې تړاو لري. ګانیون چې په افغانستان کې د کار کولو اوږدمهاله تجربه لري د چهارشنبې په ورځ کې وویل، چې د ملګرو ملتونو یو شمېر غړو هېوادونو او د امنیت شورا غړو په وار – وار سره ویلي، چې په افغانستان کې