د ماډرن ډېپلوماسۍ په یوې خپرې شوې مقاله کې ویل شوي، چې پر افغانستان واکمن طالبان تر څلور کاله تېریدو وروسته د پاشل کېدو او سقوط له جدي ګواښ سره مخ دي. داخلي اختلافات، اقتصادي ناورین او د کمزورې حکومتولي یې د طالبانو د بقا پر وړاندې سترې ننګونې بللې دي. د ماډرن ډيپلوماسۍ د تحلیل له مخې، هغه داخلي یووالی چې طالبانو د بهرنیو ځواکونو پر ضد د جګړې پر مهال درلود، اوس د ګډوډۍ ښکار شوی دی. طالبان اوس د ملا هبتالله تر مشرۍ لاندې د قبیلوي، سیمه ییزو او ایډیالوژیکو اختلافاتو له امله سختې ستونزې تجربه