په ایران کې مېشت د بشري حقونو ځينو افغانستانی فعالانو او خبریالانو په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي غوښتنه کړې ده. هغوی شنبه د لیندۍ پر ۱۰مه په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره پر عملي اقداماتو ټينګار کړی دی. د ناستې جوړونکو د بشري حقونو له بنسټونو او د افغانستان په چارو کې پر ذیدخلو هېوادونو غږ کړی چې د ښځو حقونو ته لومړیتوب ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته ښځې او نجونې د کار او زدهکړو په