د ملګر ملتونو مرستندویه ادارې (یوناما) د ډیسمبر په ۱۰مه د «بشري حقونو د نړۍوالې ورځې» په مناسبت اعلان کړی چې د «۲۰۲۱ کال له اګست وروسته د وسلهوال تاوتریخوالي د کموالي» تر څنګ په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا هم کړکیچن دی. یوناما د یکشنبې ورځ، د لیندۍ په ۱۹مه د بشري حقونو د نړۍوالې ورځې په مناسبت د یوې اعلامیې په خپرولو سره له طالبانو غوښتي چې د افغانستان لپاره د یوه باثباته، سولهییز او سوکاله راتلونکي د بنسټ ډبرې په توګه د بشري حقونو ژمنې ومني او ملاتړ یې وکړي. د یوناما مشرې رزا