په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د ۷۵ مې کلیزې په مناسبت وایي چې د طالبانو له خوا د افغانانو د مدني، سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه په ښکاره توګه تر پښو لاندې شوي. ښاغلي فایق نن یکشنبې (د لیندۍ ۱۹مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې ۷۵ مه کلیزه په داسې حال کې نمانځل کیږي چې له تیرو دوو کلونو راهیسې په افغانستان کې ښځې د زده کړو او د