دوه کاله او درې میاشتې وړاندې طالبانو د افغانستان د اسلامي جمهوریت پلازمینه کابل ونیولو او جمهوري نظام یې ړنګ کړ او د افغانستان اسلامي امارت یې اعلان کړ. دوی خپل بیرغ د ولسمشرۍ ماڼۍ ته پورته کړ. د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته افغانستان یو بل مخ ته ولاړ او په ټولو سیاسي، ټولنیزو، فرهنګي او فکري برخو کې ډېر بدلونونه راغلل. د پرون قاتلان د نن واکمنان شول او کلیوال تخت ته ورسیدل. د دې ډلې واکمنۍ د ځینو اسلامپالو او مذهبي افراطیانو د نه منلو وړ خوبونه تعبیر کړل او د هغوی خوبونه یې په