د ایکس ټولنیزې شبکې څښتن ایلن ماسک اعلان وکړ چې دغه شبکه به د خپلو اعلانونو ټول ګټه په غزه کې اسراییلي روغتونونو او مرستندویه ډلو ته ورکړي. ایلن ماسک وايي، چې دغه مرستې به د سره صلیب له لارې لیږي او څارنه به يې هم د دغې ادرې له لوري کیږي. دغه امریکايي میلیارډر پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: “موږ باید د نژاد، عقیدې، مذهب یا بل څه په پام کې نیولو پرته د بې ګناه خلکو ساتنه وکړو.”