د کابل پوهنتون پخوانی استاد اسماعیل مشعل چې په دې وروستیو کې جرمني ته رسېدلی وايي، طالبانو په زندان کې دومره ربړولی چې اوس یې ذهني او جسمي وضعیت سم نه دی. هغه چې له جلا وطنۍ وروسته په لومړی ځل د یوې رسنۍ سره مرکه کړې، د طالبانو په زندان کې یې د خلکو ربړونه معمول کار وباله؛ خو زیاته یې کړه چې د طالبانو شکنجو په روحي او جسمي لحاظ ځپلی او اوس نورمال وضعیت کې نه دی. هغه په دې برخه کې د جزییاتو له ورکولو ډډه کوله او ښایي یو لامل یې هم دا و،