له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو له امله د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا له زیاتېدو وروسته، ټاکل شوې چې درې لوړ پوړي امریکايي چارواکي اسلاماباد ته سفر وکړي. اېکسپرېس ټریبیون راپور ورکړی چې د نفوسو، کډوالو او کډوالۍ په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله جولیتا والس نویس به د دوشنبې ورځ، د لیندۍ په ۱۳مه اسلام اباد ته ورسېږي. نوموړې به تر پنجشنبې پورې د پاکستان په پلازمېنه کې پاتې شي. د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ هم د اکتوبر په ۱۶مه اسلاماباد ته خپل سفر پیلوي.