په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیراحمد فایق د دغه سازمان د امنیت شورا د سولې او ښځو په هکله جوړه شوې غونډه کې ویلي چې د طالبانو سیاستونه د افغان ولس له اسلامي ارزښتونو او کلتور سره سمون نه لري. فایق شنبه د لړم پر ۵مه د اېکسپاڼې له لارې د خپلې وینا په خپاره شوي متن کې ویلي چې طالبانو د افغانستان د بشري حقونو له نړیوالو مکلفیتونو سرغړونه کړې ده. هغه زیاته کړې چې افغانې ښځې او نجونې د طالبانو له خوا د تحمیل شوي جنسیتي اپارټایډ له کبله له شدید بشري ناورین سره