په پاکستان کې سرچینې وايي چې ناڅرګندو کسانو د دغه هېواد په پلازمېنه اسلاماباد کې د یوې افغانې کورنۍ شپږ غړي تښتولي دي. سرچینو پنجشنبه د وږي پر ۱۵مه ویلي چې په تښتول شویو کې پنځه ماشومان او یوه ښځه ده. د دغې کورنۍ یوه غړي ویلي چې دا کسان د تېرې اوونۍ پر چهارشنبه تښتول شوي دي. نوموړي له پاکستاني حکومته غوښتي چې د کورنۍ غړو په موندلو کې یې مرسته وکړي او اختطاف کوونکي ونیسي. پاکستاني حکومت تر اوسه په دې اړه څه ویلي نه دي. د یادونې ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته