د امریکا ولسمشر جو بایدن د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو غوښتي چې د غزې د اوربند هوکړه لیک وروستۍ کړي. بایډن چهارشنبه د اګسټ پر ۲۱مه، پر اېکس ټولنیزه پاڼه لیکلي چې دا خبره یې له نتنیاهو سره په ټیلیفوني اړیکه کې کړې ده. هغه زیاته کړې: «ما یو ځل بیا څرګنده کړه چې موږ باید د اوربند او د برمته نیول شویو کسانو د خوشي کولو هوکړه وروستۍ کړو.» د امریکا ولسمشر دغه راز ویلي چې د قاهرې په مذاکراتو کې د پاتې خنډونو د لېرې کولو په اړه یې د اسراییلو له لومړي وزیر سره