د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۳۰ فلسطینیان وژل شوي دي. اسراییل د یکشنبې په ورځ د غزې په ښار کې پر درېیو روغتونونو برید وکړ، چې ګڼ شمېر کسان په کې ووژل شول. د جمعې په ورځ هم اسراییلي پوځیانو د کمال عدوان روغتون په نښه کړ او د روغتون د مدیر او کارکوونکو په ګډون یې په سلګونو کسان بندیان کړل. په غزه کې د روغتیا وزارت وایي، چې د اسراییل او حماس تر منځ له تېرو ۱۴ میاشتو راهیسې په جګړه کې