د فلسطین روغتیا وزارت ویلي چې په لويدیځه غاړه کې د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې لږترلږه ۹ ملکي فلسطینیان وژل شوې دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور په حواله، اسرائیلي ځواکونو چهارشنبه د اګست پر ۲۸مه د لویدیځې غاړې په جنین، تولکرم او ځینو نورو سیمو پراخ ځمکني او هوايي بریدونه کړې دي. دا پر لودیځه غاړه د اسرائیلي ځواکونو پراخ بریدونه ګڼل کېږي. اسرائیلي ځواکونو د دې بریدونو موخه د حماس ځواکونو ځپل بللي؛ خو د رسنیو د راپورونو په حواله د دې بریدونو قربانیان ملکيان دي. حماس او ملګرو ډلو یې په جلا ویناپاڼو کې