نیمروز سیمهییزې سرچینې د طالبانو تر کنټرول لاندې د دغه ولایت د استیناف څارنوالۍ په ودانۍ کې د اورلګېدنې خبر ورکوي. دا اورلګېدنه د سېشنبې ورځ، د لړم میاشتې په ۱۶مه پیل شوې او تر یو ساعت زیات یې دوام کړی. سرچینې له مطبوعات سره په خبرو کې تاییدوي چې د اورلګېدنې په پایله کې د دغه دفتر د ودانۍ یو پوړ/منزل په بشپړه توګه سوځېدلی دی. که څه هم د نيمروز د استيناف څارنوالۍ په ودانۍ کې د اورلګېدنې اصلي لامل تر اوسه نه دی معلوم؛ خو طالبان ادعا کوي چې دغه اور د برېښنا د شارټۍ له