د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف وايي، افغانستان د منځنۍ اسیا د نه بېلېدونکې برخې په توګه د سیمې په ثبات کې مهم رول لري. میرضیایف دغه څرګندونې د جمعې ورځ، د اکټوبر په ۳مه په باکو کې د منځنۍ اسیا هېوادونو د اقتصاد لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي پروګرام (سپیکا) په غونډه کې کړي. په دې لیدنه کې میرضیایف د ملګرو ملتونو د اقتصادي کمېسیون څخه غوښتي چې له افغانستان سره په اقتصادي برخه کې همکاري وکړي. د ازبکستان د ولسمشر دفتر په یوه خبرپاڼه کې د میرضیایف له خولې لیکلي:«موږ نه شو کولای افغانستان په خپلو ستونزو