په اروپا او شمالي امریکا کې مېشتو افغان خبریالانو له شرط او ځنډ پرته د خبریال حامد فرهادي د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. دوی دوشنبه د لړم پر ۷مه په خپاره کړي بیان کې د رسنیو او بیان ازادۍ له ملاتړو نړیوالو بنسټونو غوښتي چې د فرهادي د خوشې کېدو لپاره اقدام وکړي. د بیان پر بنسټ، طالبانو دا خبریال په دوه کاله بند محکوم کړی دی. په دغه بیان کې راغلي دي: «زموږ هغه همکاران چې د طالبانو له خوا د خبریالۍ په جرم بندیان دي باید سملاسي خوشي شي.» دې خبریالانو ویلي چې د دوی د