د ارزګان سیمهییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یوې ښځې خپل ورور په ډزو وژلی دی. سرچینې، منلې چې دا پېښه سهشنبه د وږي پر ۲۸مه د یاد ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده. د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، دې ښځې له ورور څخه د خپل خاوند د وژنې غچ اخیستی دی. د معلوماتو پر بنسټ، دې سړي څه موده مخکې د خپلې خور خاوند وژلی و. د خپل ورور قاتله د طالبانو له خوا نیول شوې ده. د يادونې ده چې په ارزګان کې د کورنيو کړکېچونو له کبله جنايي پېښې ډېرې شوې