د ازبکستان صدراعظم عبدالله عارفاوف په مشرۍ یو پلاوي د شنبې په ورځ، د اګسټ پر ۱۷مه، کابل ته د خپل سفر پر مهال د طالبانو حکومت له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره لیدلي او په بېلابیلو برخو کې یې ورسره تړونونه هم لاسلیک کړي دي. د طالبانو حکومت د ارګ په ایکسپاڼه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دوی د حکومت د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي او ځینې وزیران یې د کابل هوایي ډګر کې د دغه ازبیک پلاوي ښه راغلاست ته ورغلي وو. د دغه لوړپوړي پلاوي د سفر موخه “د افغانستان او ازبکستان ترمنځ