د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د درېیو یو ورځنیو سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې بنګلهدېش ته ماتې ورکړه. افغان لوبغاړو د سیال ټیم له خوا ورکړل شوی ۲۲۲ منډو هدف د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۸ اورونو کې ترلاسه کړ او په لړۍ کې یو د صفر پر وړاندې مخکې شول. په دې بریا کې عظمتالله عمرزي د توپ اچونې او توپوهنې دواړو برخو کې ځلانده لوبه وکړه، درې ویکټې یې واخیستې او ۴۰ منډې یې جوړې کړې، چې د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو. راشد خان هم په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې خپلې