موږ د شهیدانو په اونۍ او د هیواد د ملی اتل شهید احمد شاه مسعود د شهادت په کلیزه کې یو. د دې اونۍ په مناسبت، هغه موضوع چې زه غواړم په اړه یې ولیکم د ډیموکراسۍ او اسلام د ترکیب امکان او رد دی. د دې بحث اهمیت دا دی چې اوس په افغانستان کې یوه افراطی ډله واک ته رسیدلې ده، چې ټاکنې یې د کفر یوه پدیده بللې او د زور او جبر پر بنسټ یې یو رژیم جوړ کړی، او ښځې یې په بشپړه توګه د اسلامی قوانینو د پلی کولو په نوم له عامه