د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر په اسلام اباد کې د پاکستاني پولیسو له لوري د افغان کډوالو د نیولو په غبرګون کې ویلي، چې پاکستان له طالبانو څخه د سیاسي ګټو د لاسته راوړلو لپاره له افغان کډوالو سره ظالمانه چلند کوي. د حنیف اتمر په خبره، پاکستان له کډوالو سره د دغه ډول چلند او تګلارې له مخې هېڅ نه شي ترلاسه کولای، ځکه پر طالبانو هېڅ ډول اغېزه نه کوي او یوازې د عامو افغان کډوالو ژوند یې خراب کړی. هغه خبرداری ورکړی چې د پاکستان له لوري له کډوالو سره