په امریکا او اروپا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د پاکستان حکومت له لوري د یاد غورځنګ د مشر منظور پښتین بندي کېدو، د چمن پرلت د غوښتنو نه منل کېدو، له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اېستلو په غبرګون او په پاکستان کې د بلوڅانو د پرلت په ملاتړ لاریونونه وکړل. دغه لاریونونه د یک شنبې په ورځ د (لیندۍ ۲۶مه) د امریکا په ټکساس ایالت، په ایټالیا او پاریس کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو او پلویانو له لوري تر سره شول. د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، په پاکستان او د نړۍ په ګڼو