له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د لومړي ځل لپاره یوه ښي اړخي ګوند په یوه ایالت کې پارلماني ټاکنې وګټلې او په بل ایالت کې دویم ځای خپل کړ. دا ګوند د «آلمان لپاره الترناتیو ګوند» نومیږي ،او په اروپا کې یو له ښی اړخه ګوندونو څخه دی چې د بهرنیانو څخه نفرت او د کډوالۍ ضد لپاره پیژندل کیږي. په آلمان کې د دغه ګوند وده او د تورینګن ایالت په پارلماني ټاکنو کې د هغې وروستۍ بریا او د زاګسونایالت دوهم مقام د سړي په ذهن کې دا پوښتنه را ولاړوي چې ایا آلمان خپل درسونه هیر