روغتيايي سرچینې په کابل او پکتیا کې د بیزو د تڼاکو یا هم ایمپاکس د دوو مشکوکو پېښو خبر ورکوي. يوې سرچینې ويلي چې په کابل کې يوه نجلۍ چې د بیزو د تڼاکو نښې يې درلودې د ماشومانو په روغتون کې بستري شوې ده. د دې روغتون یو ډاکټر وايي چې دا ماشوم د کابل د فرزه ولسوالۍ اوسېدونکی دی. دا پېښه نن (دوشنبه، ۵ د وږي) تشخیص شوې ده. په پکتیا کې هم سرچینې وايي چې پرون یکشنبه، ۴ د وږي، په کوثر روغتون کې د بیزو د تڼاکو یوه مشکومه پېښه ثبت شوې ده. د طالبانو